ولسي جرګه وایي چي د سولي بهیر د بریا له پاره اوربند یوه حتمی خبره ده

د افغانستان او امریکا له ولسمشرانو ورورسته اوس د افغانستان ولسي جرګه هم وایي چي د سولي بهیر د بریا له پاره اوربند یوه حتمی خبره ده.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولي مذاکراتو د بیا پیلېدو په هکله د خبرو او بحثونو په ګرمېدو سره جوخت د افغانستان ولسي جرګه هم پر اوربند ټینګار کوي.

د دې جرګې رئیس میر رحمان رحماني د شنبې د ورځي په عمومي غونډه کي د یو شمېر وکیلانو له بحثونو روسته وویل، چي په جګړو او تاوتریخوالي کي ترډېره ملکي خلک وژل کيږي او د سولي له هوکړي د مخه باید اوربند وسي.

هغه وویل: “سراسري اوربند او د تاوتریخوالي کمول باید د هرډول خبرو او تفاهم له پاره زمینه برابره کړي ځکه چي د طالبانو له خوا تاوتریخوالی زمونږ د بې ګناه وطنوالو پر وړاندي کیږي، دا د منلو وړ نه ده چي طالبان له امریکایانو سره معامله وکړي او د هيواد په دننه کي جنایتونه وکړي.”

خو رحمانی وایي، چي د افغانستان حکومت باید له طالبانو سره د خبرو آترو له پیلېدو دمخه یوه داسي اجماع جوړه کړي، چي سیاسي جریانونه، مدني بنسټونه، دیني علما او ښځي پکښي شاملي وي.

په ورته وخت کي د ولسي جرګې د نړیوالو چارو د کمېسیون مرستیال سید محمد جمال بهشتي وایي، چي له طالبانوسره له اوربند پرته د سولي هوکړه نتیجه نه ورکوي ځکه چي د ده په خبره اوربند سولي ته د افغانستان د رسېدو له پاره لومړنی ګام دئ.

د افغانستان او امریکا ولسمشرانو محمد اشرف غنی او ډونالډ ټرمپ هم په بګرام کي د لیدلو پرمهال ویلي وه، چي که طالبان د سولي هوکړي ته ژمن دي نو باید د اوربند وړاندیز ومني.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...