رپوټ: مهتمم صالح
هر کال په جنوب غرب حوزه کي د پوليو زياتي مثبت پېښي ثبتيږي، چي مسئولين وايي، دغه حوزه د افغانستان تر څنګ نورو هيوادونو ته هم خطر پېښولای سي.
په جنوب غرب حوزه کي د پوليو پرضد د بېړنیو اقداماتو مشر ډاکټر عبدالقیوم پخلا وايي، دوی روانه د لړم مياشت په کندهار ښار او اتو ولسواليو کي (۴۸۰۰۰۰) څلور لکه اتیا زره کوچنيان د دوی هدف وو، چي له هغه څخه ۳۷۵ زره کوچنيان واکسين کړي او پاته يې غير حاضر او د ردو کورنيو کوچنيان دي، چي په خبره يې اوس مهال هم دوی د پينځو ورځو له پاره بیا د واکسين کمپاين پیل کړی دئ، چي د کمپاين تر څنګ به د عامي پوهاوي له پاره هم کار کوي.
دغه راز دی وايي، د ځينو نا امنه ولسواليو لکه ريګستان، ښورابک، معروف، ارغستان او ميوند راپورونه دوی ته نه دي رسېدلي، خو په شمالي ولسواليو لکه شاولي کوټ، خاکرېز، نېش او غورک کي د وسله والو مخالفينو له خوا کور په کور واکسین ته اجازه نه ورکول کیږي، يوازي په روغتيايي مرکز کي ورته اجازه ورکول کيږي، چي په دې سره زيات شمېر کوچنيان له واکسين څخه بې برخي کيږي.
پخلا وايي، په ناامنه ولسواليو کي د واکسين څخه ۱۴۰۰۰۰ زره کوچنيان بې برخي دي.
دغه راز د کندهار ښار اوسېدونکي وايي، پوليو يوه ساري ناروغي ده، چي بايد د دغه ناروغۍ د مخنیوي له پاره دي هره کورنۍ خپلو کوچنيانو ته واکسین ورکړي، څو کوچنيان يې د دايمي فلج څخه وژغورل سي.
دغه راز دوی وايي، د کتلوي معافيت مسئولین دي داسي کسان په کار وګماري چي هغوی رښتني وي او په سمه توګه دغه واکسين کوچنيانو ته تطبیق کړي.
جنوب غرب حوزه د پوليو د ناروغۍ په برخه کي ټولي نړۍ ته د خطر زنګ دئ، مسئولين وايي، تر هغه وخته چي په افغانستان کي د پوليو وايروس نه وي ورک سوی، نړيوال د روغتيا په بله برخه کي مرسته نه کوي او ډېري پيسې يوازي د پوليو پر واکسين مصرفوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون