د ناټو سرمنشي: افغانستان کي لاهم حالات ننګوونکي دي

د ناټو سازمان سرمنشي وايي چي د افغانستان حالات اوس هم ننګوونکي دي او له دغه هېواده  ژر وتل به ورته په ډېره لويه بيه تمام شي.

د ناټو سرمنشي جيمز سټولټنبرګ دغه څرګندونې اروپايي هېواد رومانيا ته د سفر پر مهال د دغه هېواد پارلمان ته په خپله وينا کي کړې دي. هغه زياته کړه چي د ناټو سازمان په يوه وخت کي له بېلابېلو ننګونو او ګواښونو سره مخ دي او ورسره مقابله کوي.

نوموړي دا ننګونې د افغانستان بې ثباتي او نا امنۍ، د منځني ختيځ ستونزې  او د شمالي افريقا شخړې او  لانجې په ګوته کړې. سټولټنبرګ وويل چي په  يادو سيمو کي د نا امنيو له امله ترهګر اوس د ناټو سازمان په غړو هېوادونو کي هم ترهګريز بريدونه کوي. د ناټو سرمنشي وايي چي سازمان يې له تېرو څو کلونو راهيسې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کوي او تر ټولو ستر نظامي شتون او عمليات يې په افغانستان کي ترسره کړي دي.

د هغه په وينا، اوس مهال په افغانستان کي د ٣٩ ناټو او متحدو هېوادونو څه باندې ١٣زره پياوړى ځواک موجود دى چي د افغان ځواکونو د روزنې تر څنګ له هغوى سره د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کي مرسته کوي. سټولټنبرګ ويلي، د همدې لپاره دوى د افغانستان سره اوږدمهالي همکارۍ ته ژمن دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...