رپوټ: مهتمم صالح
په کندهار کي ډېر وخت پر ټولنيزو رسنيو د کوچنيانو د ورکېدو خبرونه خپريږي، چي يو شمېر کوچنيان يې اختطافيږي هم.
په جنوب غرب حوزه کي د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مسئولين اندېښنه لري، چي په دغه ولايت کي د کوچنيانو د اختطاف پيښي ورځ تر بلي ډېريږي.
د دغه کمېسيون سرپرست شمس الدين تنوير وايي، دوی په داغه خاطر يوه غونډه جوړه کړې، چي هلته يې علماء، د ملي امنیت، امنيه قومندانۍ او مدني فعالان راغوښتي وه او دغه ستونزه يې وسره شريکه کړې وه.
دی وايي، په دغه برخه کي د کورنيو او امنيتي ځواکونو پاملرنه ډېره مهمه ده.
دغه راز په کندهار کي يو شمېر ځوانان هم وایي، د کوچنيانو اختطاف او تښتوني دوی اندېښمن کړي دي، چي بايد کورنۍ د خپلو اولادونو په ساتنه کي جدي و اوسي.
دوی وايي، ځوانان مکلف دي چي د خپل کور تر
څنګ د ګاونډيو د کوچنيان ساتنه وکړي او د اختطاف کوونکو په مقابل کي ودريږي.
بلخوا د کندهار د امنيه قومندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزی وايي، دوی په تېره مياشت
کي يوازي يوه د اختطاف پېښه درلوده چي هغه هم د پوليسو له خوا اختطاف کوونکي له
منځه تللي.
دی وايي، پوليس د خلګو د سر او مال ساتني دنده پر غاړه لري او هيچا ته د قانون ماتولو اجازه نه ورکوي.
د يادولو وړ ده، چي څه وخت مخکي پوليسو د عملياتو پر مهال د کندهار ښار په ښوراندام سيمه کي دوه اختطاف کوونکي چي کوچنی يې له مخکي وژلی وو، په ځوابي ډزو کي وژلي وه.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون