د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د پاکستان پر حکومت ږغ کړی چي د افغانستان پر خاوري له راکټي بریدونو لاس واخلي.
د افغانستان حکومتي چارواکي وايي، پاکستاني پوځيان یو ځل بیا د کونړ د ناړۍ په سرحدي ولسوالۍ کي د پوستې د جوړېدو له کبله د افغانستان له امنیتي ځواکونو سره په جګړه اخته سول.
د چارواکو په وینا، پر دې ولسوالۍ له پولي ها غاړي راکټي بریدونه سوي چي عامو خلګ ئې وژلي زخمیان کړي دي.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، افغان ځواکونه د هر یرغلګر اقدام د ځواب ویلو جوګه دي.
د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه پال له پاکستان څخه وغوښتل چي د افغانستان پر خاوري راکټي بریدونه ژر تر ژره ودروي.
په همدې حال کي د کونړ والي د پاکستان پوځ ته خبرداری ورکړ، چي که د افغانستان پر خاوري یي د مرمیو ویشتل دوام وکړي، له ناوړه عواقبو سره به مخامخ سي.
د افغانستان سرحدي ځواکونو په تيرو دوو ورځو کي له پاکستاني سرتيرو سره سختي نښتي درلودې او له هغو سیمو څخه یې پر شا کړل چي د افغان چارواکو په خبره هلته یې د پوستو جوړولو هڅه کوله.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون