د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر يو وار بيا ټينګار وکړ چي امريکايي پوځيان به له افغانستانه وباسي.
ډونالد ټرمپ پرون په ميناسوتا ايالت کي د خپلو پلويانو يوې ډلي ته په خبرو کي وويل، ټاکل سوې وه چي دوی د لنډي مودې له پاره په افغانستان کي پاته سي، خو اوس يې په دغه هیواد کي د حضور تقريباً ١٩ کاله کيږي او د دې وخت دئ چي خپل پوځيان بيرته کورونو ته ستانه کړي.
ټرمپ ونه ويل چي خپل څومره شمېر پوځيان به کله له افغانستانه وباسي.
خو ټرمپ د اګسټ په لومړيو کي هم له افغانستانه د شاوخوا ٦٠٠٠ امريکايي پوځيانو د ايستلو خبره کړې وه.
د راپورونو پر اساس، دا مهال په افغانستان کي د ټولو امريکايي پوځيانو شمېر ١٤٠٠٠ ته رسيږي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون