رپوټ: نقیب الله صدیقي
د کندهار کي د مرمر او روخام ډبرو کارخانه چي ډول ډول زینتي او د اړتیاو وړ توکي پکښي جوړيږي، د مرمر ډبري چي د نورو عادي ډبرو په پرتله ګراني او قیمتي دي، له هلمند او هیواد له نورو غرنیو ولایتونو څخه کندهار ته راوړل کیږي او دلته د کورونو اودفترونو د ښایست سامان او نور توکي ور څخه جوړيږي.
د دغو کارخانو مسئولین وايي، که څه هم تولیدات يې په هیواد کي ښه بازار لري، خو د دوی کارونه بې برقۍ پیکه کړي دي.
دوی وایي، که دولت د برېښنا ستونزه حل کړي او صنعتکارنو ته نړیوال مارکېټ پیدا کړي، نو له دې لاري به د هیواد اقتصاد پر پښو ودریږي او هم به خلګو ته د کار زمینه برابره سي.
د مرمر ډبرو په دې کارخانه کي لسګونه کسان په کار بوخت او د دې لاري د کور مصارف پوره کوي. په کار بوخت کسان وايي، چي هر ورځ د خلګو د غوښتني سره سم د سنګ مرمر، او نورو قیمتي ډبرو څخه د کورو او دفترونو له پاره د ښایست توکي جوړوي.
دوی په دې فابریکه کي له خپل کار څخه خوښ دي
او له نورو شتمنو کسانو هم غواړي چي په هیواد کي پانګونه وکړي او خلګو ته د کار زمینه
برابره کړي.
د سنګ روخام په نوم ډبره چي له هلمند څخه راوړل کيږي، تر نورو یې ښایست او قیمت زیات
دئ.
خلګ وایي، د هلمند د مرمرو کان څخه په زیاته اندازه ډبري په قاچاقي ډول پاکستان ته وړل کیږي او هلته تر پروسيس وروسته نړیوالو بازارونو ته د پاکستان په نامه صادریږي، چي دا د افغانستان پر اقتصاد منفي تاثير کوي.
که څه هم په وار وار د حکومت څخه د دې قاچاق د مخنیوي غوښتني سوي، خو تر اوسه کوم مثبت کار نه دئ سوی.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون