د اندونیزیا سفیر په کندهار کي د سوداګرو سره د سود اګرۍ پر موضوعاتو خبري کړي

هغه کندهار د بيلابیلو چارواکو تر څنګ نن د کندهار په سوداګرۍ خونه کي د دغه خوني له مسئولینو او نورو سوداګرو سره د سوداګرۍ پر پراختیار، د اندونیزیا د وېزې پر ستونزو او ځینو نورو اړوندو موضوعاتو خبري وکړې.

سوداګرو له سفیر څخه وغوښتل چي د اندونیزیا د وېزو په برخو کي دي سوداګرو ته اسانتیاوي جوړي کړي تر څو د افغانستان او اندونیزیا تر منځ سوداګري پراخه سي.

دغه راز سوداګرو وویل، دوی غواړي چي له اندونیزیا څخه درمل ډير وارد کړي ځکه د دغه هیواد درمل ښه کیفیت لري.

دغه راز دوی وویل، کندهاري ځوانانو ته دي په اندونیزیا کي د زده کړو زمینه برابره سي تر څو د هغه ځای د سوداګریزو چارو سره بلد سي او بیا دلته د سوداګرو سره همکاري وکړي.

د اندونیزیا سفیر عارف الرحمن هم له سوداګرو سره ژمنه وکړل، چي هڅه به وکړي چي په یادو برخو کي له دوی سره د امکان تر حده همکاري وکړي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...