د غزني د والي دفتر وايي، د دې ولایت د پوهنتون د تعلیم او تربیې پوهنځي په یوه صنف کي چاودني ۱۹ محصلان ټپیان کړي دي.
د والي له دفتره په خپره سوې خبرپاڼه کي ویل سوي، په ټپیانو کي ۱۲ نجوني او ۷ نارینه شامل دي.
په اعلامیه کي راغلي چي ټپيان د غزني ملکي روغتون ته استول سوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي چي د پېښي د څرنګوالي په اړه لا معلومات نسته او په دې اړه جزئیات به د امنیتي ځواکونو له څېړنو وروسته معلوم سي.
د غزني د ملکي روغتون مشر باز محمد همت هم وايي، ۱۸ټپیان د دوی روغتون ته وروړل سوي دي، دی زیاتوي په ټپیانو کي ۱۳ نجوني او ۵ هلکان دي.
ښاغلي همت زیاته
کړي چي دوی ته هيڅ جسد نه دئ ور وړل سوی.
تر اوسه د دې
چاودني مسئولیت
چا پرغاړه نه دئ
اخیستی او
طالبانو دغه برید رد کړی دئ.
د طالبانو ویاند
په یوه پیغام کي
ویلي: دغه عمل په کلکه غندي، تعلیمي ادارې د داسي
موخو هدف ګرځول د اسلامي او بشري اصولو خلاف کار دئ.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون