د ټاکنو خپلواک کمېسیون: کابل ته د حساسو ټاکنیزو موادو د انتقالولو بهیر بشپړ سو

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، پرون شپه له ټولو ولایتونو څخه مرکز کابل ته د حساسو ټاکنیزو موادو د انتقالولو بهیر بشپړ سو.

د ټاکنو کمېسیون ویاند عبدالعزیز ابراهیمي وايي، چي په یادو موادو کي، محافظتي کڅوړي او بایومیټریک وسایل شامل دي، چي د ملي او نړیوالو مشاهدینو او ناظرینو په حضور کي به خلاص او د پروسس له پاره به د معلوماتو د ثبت ملي مرکز ته واستول سي.

نوموړي همدارنګه زیاته کړه، چي د اتو ولایتونو د پایلو فورمونه هم د معلوماتو د ثبت ملي مرکز ته استول سوي دي.

ښاغلي ابراهیمي همدارنګه وویل، چي له دغه جملې څخه ۶زره فورمونه د انتک، سکېن او تصفیې په ګډون د ځينو پړاوونو تر تېرولو وروسته په سیسټم کي داخلولو ته تیار سوي دي.

د افغانستان د جمهوري ریاست ټاکني د رواني تلي میاشتي پر شپږمه نېټه وسوې.

د ټاکنو کمېسیون وايي، ټاکل سوې د یادو ټاکنو ابتدايي پایلي، د رواني تلي میاشتي پر۲۷مه او وروستۍ پایلي به د راتلونکي لړم میاشتي پر ۱۶مه اعلان کړي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...