په هفتو هفتو کورونو ته په نل کي اوبه نه ورځي خو بیلونه يې په لس هاوو زره افغانۍ وي

رپوټ: مهتمم صالح

د کندهار د اوومي ناحيې ميرویس مېني اوسېدونکو د يو لاريون پر مهال وويل، په اوونيو د دوی کورونو ته په نل کي اوبه نه راځي، خو هر کور ته د اوبو رسوني رياست له خوا په لس هاوو زره بيلونه راځي.

دوی وايي، کله چي دوی نل خلاص کي په نل کي يوازي هوا راروانه وي، چي په دغه هوا سره مېټر څرخي او پر دوی بيل جمعه کيږي.

د دوی په خبره په دغه سیمه کي ځيني کورونه لوړ دي چي اوبه په اونیو اونیو نه دي ورته رسېدلي خو بیلونه ورته راځي.

دوی وايي، که يې مسئولين ږغ نه واوري، دوی د کندهار او هرات عمومي لاره بندوي.

دوی وایي، په دغه سیمه کي اکثره خلګ غریبان دي او د زیات بیل لګښت نه سي ورکولای.

خلګ وايي، په دغه سیمه کي د اوبو رسولو ریاست په خلګو د نلونو له پاره چرۍ کاږي او د پایپونو له پاره هم له دوی څخه پيسې غواړي.

خلګ وايي، په دغه سیمه کي د سړک منځ کیندل سوی خو اونۍ کیږي چي همداسي خراب پاته دئ او خلګو ته یې زیاتي ستونزي جوړي کړي دي.

بل خوا د کندهار د اوبو رسولو رئيس محمد نادر کاکړ د خلګو دغه ادعاوي د ځان په وړاندي توطيه ګڼي او وايي، ځيني خلګ غواړي دی بد نامه کړي.

دی وايي، د تخنيکي ستونزي له امله يوازي درې ورځي د دغه سیمي څخه اوبه بندي سوي وې، چي اوس بیرته ايله سوي دي.

کاکړ وايي، د دوبي په شپو او ورځو کي دوی نسي کولای د يادي سيمي لوړو کورونو ته اوبه ورکړی، خو پلان لري چي په راتلوونکو دوو اوونيو کي د دغه کورونو له پاره د پاکو اوبو بله شبکه جوړه کړي.

په کندهار کي ډېر خلګ پاکي اوبه نه لري، که څه هم په دغه ولایت کي د پاکواوبو رسولو پر شبکو ډیري پیسې مصرف سوي خو خلک وایي، چي لازمه ګټه یې دوی ته نه ده رسولې.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...