د ټاکنيزو شکاياتو کمېسيون: په کندهار کي (۱۳۰) شکایتونه ثبت سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح

په کندهار کي د ټاکنيزو شکايتونو کمېسیون مسئولين وايي، په دغه ولایت کي ۱۳۰ شکايتونه ثبت سوي.

د دغه کمېسیون وياند اقا رضا نېکزاد وايي، د دوشنبې په ورځ مازیګر د شکايتونو وخت پایته ورسېدی، چي ۱۲۸ شکايتونه په ولايتي دفتر او دغه راز د کندهار ځيني شکايتونه په مرکزي دفتر کي هم ثبت سوي دي.

دی وايي، د مرکز کابل څخه د کندهار دوه شکایوتونه دوی ته تر اوسه استول سوي، چي نور هم سته او هغه به هم دوی ته واستول سي او ښايي د شکایتونو شمېره نوره هم لوړه سي.

نېکزاد وايي، په سه شنبه دوی د شکایتونو په بسته بندي پیل کړی، تر څو دغه شکايتونه په کټګوري سي.

نېکزاد وايي، د لومړۍ کټګوري شکايتونه جدي دي، چي ښايي رايي باطلي او درغلي کوونکي يې څارنوالۍ ته معرفي سي.

بلخوا د کندهار د ټاکنيزو چارو رئیس ايمل عبدالله وايي، په کندهار کي ټاکني په سمه توګه سوي دي او د بايميتريک الو په واسطه د درغلیو مخه نیول سوې ده.

عبدالله وايي، په ټاکنو کي ډېري کمي ستونزي وې، چي د دوی کارکوونکو هغه ستونزي په لنډ وخت کي حل کړې.

د ایمل عبدالله په خبره د ټاکنو په ورځ ماپښین خلګو ډېره رايه استعمال کړې ده.

دی وايي، یوازي په ارغستان ولسوالي کي څو مرکزونه د ناامنۍ او د ټليفوني اړيکو د قطعه کېدو له امله تړل سوي وه.

عبدالله زياتوي، لومړی په دغه ولسوالۍ کي د پنځو مرکزونو د تړل کېدو خبر ورکړل سوی وو او ويل کېده چي دوه مرکزونه به بیرته پرانيستل سي، خو کله چي ټليفوني شبکو فعاليت ودرېدی ځيني نور مرکزونه هم تړل سوي وه.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...