په ارغنداو او ښوراوک کي ۶۶ وسله وال وژل سوي دي

چارواکي وايي، بهرنیو ځواکونو د کندهار په ارغنداو او ښوراوک ولسوالیو کي پر وسله والو هوايي بریدونه کړي او ۶۶ وسله والو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

په ارغنداو کي د وسله والو په برید کي ۲ پولیس هم وژل سوي او بل ټپي سوی دئ.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزی وايي، تېره شپه وسله والو د ارغنداو ولسوالۍ د بابړو سیمي پر امنیتي پوسته برید وکړ او د دواړو لورو ترمنځ څو ساعته جګړه وسوه.

هغه زیاته کړه چي په دې جګړه کي دوه پولیس وژل سوي او یو بل ټپي سوی دئ.

د ده په خبره، وروسته بهرنیو ځواکونو د ارغنداو او شاولیکوټ ولسوالیو ترمنځ د پودیني په سیمه کي پر وسله والو بمبار وکړ چي پر مهال یې ۱۵ وسله وال ووژل سول.

دی وايي، د وژل سوو وسله والو جسدونه په سیمه کي پاته دي.

د بارکزي په وينا، له ارغنداو ور ها خوا ډیورنډ کرښي ته څېرمه په ښوراوک ولسوالۍ کي هم د بهرنیو ځواکونو په هوايي برید کي ۳۵ وسله وال وژل سوي او ۱۶ ټپيان سوي دي.

بارکزی وايي، پرون شپه لسګونه وسله وال د ښوراوک ولسوالۍ په سیدانو کلي کي د یوه برید له پاره را ټول سوي وه، چي بهرنیو ځواکونو له هوا څخه په نښه کړل.

هغه زیاته کړه، د وسله والو مړي او ټپيان د ډیورنډ فرضي کرښي هغي غاړي ګردي ځنګل سیمي ته وړل سوي دي.

د دغو دواړو بریدونو په اړه تر دې مهاله وسله والو طالبانو څه نه دي ویلي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...