ټرمپ: نور مذاکرات له منځه تللي دي او امریکايي ځواکونه به پر مناسب وخت له افغانستانه وباسو

له طالبانو سره د مذاکراتو تر درولو وروسته، د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي چي دغه مذاکرات له ‌منځه تللي او امریکايي ځواکونه به په یوه مناسب وخت کي له افغانستانه ووځي.

ټرمپ د دوشنبي په ورځ په سپینه ماڼۍ کي خبریالانو ته وویل، له طالبانو سره د مذاکراتو لغوه کول‌ یي خپله پريکړه وه.

د امریکا ولسمشر تر دغو څرګندونو وړاندي هم د دوشنبي په ماښام پر ټویټرپاڼه ولیکل، چي په تيرو څلورو ورځو کي یې دښمن ته دومره ګوزار ورکړی چي په تيرو ۱۰ کلونو کي یې نه و‌و ورکړی.

ولسمشر ډونالد ټرمپ د کابل ښار په شش درک سیمه کي د طالبانو د پنجشنبې ورځي تر ځانمرګي برید وروسته په یوه بېړني اقدام کي د شنبې په شپه د طالبانو له مشرانو سره لیدنه لغوه کړه او په دوحه کي یې د سولي خبري ودرولې. په دغه برید کي د یوه امریکايي سرتيري په ګډون ۱۲ کسان ووژل سول.

د افغانستان حکومت د ولسمشر ټرمپ د دې اقدام ستاینه وکړه او وې ‌ویل چي سوله له اوربند پرته امکان نه ‌لري.

تر دې وړاندي د افغانستان ولسمشر اشرف غني د افغانستان د ملي امنیت د عمومي ریاست د سرپرست د معرفي کولو پر مهال ویلي وه، چي له اوربند پرته خبري نا ممکنه دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...