د عینو مېني پینځه دروازې د افغانستان د نورو ولایتونو په نامه نومول سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح

په کندهار کي پخوا هم د ښار ځيني دروازې د افغانستان د لویو ولایتونو په نامه وې، چي مشهوره يې کابل او هرات دراوزې دي.

اوس په دغه ولايت کي د عينو مېني پنځه دروازې هم د افغانستان د ولايتونو په نامه نومول سوي دي.

په کندهار کي د افکو نړيوالي کمپنۍ اداري مدير رحمت الله دلسوز وايي، دوی دمخه هم پلان درلودئ، چي ځيني فرعي سړکونه او دروازې د ولايتونو په نوم ونوموي، چي اوس يې پنځه دروازې، د بلخ، ننګرهار، پکتیا، بدخشان او باميان ولايتونو په نوم ونومولي دي.

دی وايي، د دې څخه يې هدف دا دئ، چی د هیواد د نورو ولايتونو سره د کندهار د خلګو یووالی او مینه زیاته سي او له بلي خوا به معلوم  ادرسونه وي.

بلخوا په دغه ولايت کي يو شمېر مدني فعالان وايي، د افکو کمپنۍ دغه اقدام د ستايلو وړ دئ او دا د دوی له پاره د وياړ خبره ده، چي د عينو مېني دروازې د افغانستان د ولایتونو په نوم نومول کيږي.

دوی وايي، دغه نومونه چي هر کس يې ګوري، نو د هغه ولايت تصویر يې فکر ته راځي، نو هغه ولايت چي په ښه يا بد حالت کي وي، خلګ ورته متوجه کوي او هڅه کوي، چي د هغه ولايت حالت ته ځان ورسوي.

دوی هيله لري چي نوري دروازې او سړکونه دي هم د ولايتونو په نومونو ونومول سي.

په کندهار کي يو شمېر نوري دروازې هم سته، چي د اشخاصو او سيمو په نومونو نومول سوي دي، چي ډېر فرهنګي ارزښتونه هم لري، چي ځينې مشهوره يې د ښکاپور دروازې، عیدګاه دروازې، برو دروازې، بابا دروازې او په نورو نومونو ياديږي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...