د کندهار امنیتي مسؤلین: د لوی اختر او اسد ۲۸ ورځي له پاره یې بشپړ امنیتي تدابیر نیولي دي

رپوټ: محمد یار مجروح

د کندهار د امنیې قومندانۍ د امنیت آمر سمونوال رحمت الله اطرافي وايي، د دغه ولایت  له پاره یې لا له وړاندي پوره امنیتي تدابیر نیولي، چي په خبره یې د ښار او ولسوالۍ اوسېدونکي کولای سي په ډاډه زړه دا اختر ولمانځي.

د ده په خبره د کندهار له پاره يې د ټولو امنیتي ارګانونو سره په ګډه  امنیتي پلان جوړ کړی او د ښار په ټولو سیمو کي يې  لا له وړاندي امنیتي ځواکونه ځای پر ځای کړي دي.

دی ښاریانو ته ډاډ ورکوي چي د لوی اختر ورځي په ډاډه زړه ولمانځي.

د امنیت آمر رحمت الله اطرافي همدارنګه زیاتوي، چي د اختر تر  څنګ د افغانستان د سلمي کلیزي د لمانځلو له پاره يې هم پوره امینتي تدابیر نیولي دي.

ویل کیږي د اسد ۲۸ یا د افغانستان د آزادۍ سلمه کلیزه به په ټول هیواد کي په خورا شاندارو مراسمو ولمانځل سي، چي امنیتي تدابیر لا له وړاندي ورته نیول سوي دي.

د کندهار اوسېدونکي وروستیو امنیتي پيښو اندېښمن کړي او له مسئولینو څخه دامنیت په برخه کي  د جدي اقدام غوښتنه کوي.

خو تر دې وړاندی د کندهار ولایتي مسئولینو ویلي وه، چي د امنیت د لا ښه کنټرول له پاره یې د ګډو ځواکونو پر ښاري ګارنېزون کار پيل کړي دئ.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...