محمد حنیف اتمر اعلان وکړ چي په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کي برخه نه اخلي

د افغانستان په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کي یو مهم نوماند او د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر اعلان کړی، چي دی په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کي به برخه نه اخلي.

نوموړي پر خپله فېسبوک پاڼه په خپره سوې اعلامیه کي ویلي، د دې ټاکنو پر روڼوالي شک لري او د افغان سولي بهیر ورته تر ټاکنو مهم دئ.

له هغه وړاندي د ولسمشرۍ یو بل کاندید زلمی رسول د اشرف غني په ګټه تر نوماندۍ تېر سوی وو.

دغه راز ویل کیږي ځیني نور کاندیدان هم له نوماندۍ تېر سي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...