د ملګرو ملتونو په (۷۴یمه) کلنۍ غونډه کي د افغان پلاوي پر سر اختلافات را منځته سوي دي

يوه باوري سرچينه وايي چي د ملګرو ملتونو په ٧٤يمه کلنۍ غونډه کي د ګډون لپاره د افغان پلاوي پر سر اختلافات رامنځته سوي دي.

دې سرچينې ویلي، ولسمشر غواړي د افغان پلاوي مشري د ملي امنيت سورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب وکړي، خو  اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله بيا ټینګار کوي چي د افغان پلاوي مشري بايد د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني وکړي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه مکتوب چي د بهرنیو چارو وزارت ته استول سوی دئ لیکلي، چي د ملګرو ملتونو ۷۴مه کلنۍ غونډه ټاکل سوې چي د ۲۰۱۹ کال د سيپټېمبر په میاشت کي وسي، په دې غونډه کي د ګډون  له پاره د افغانستان د پلاوي مشري به د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکټر حمدالله محب کوي.

خو د بهرنیو چارو وزارت ویاند دغه خبر ردوي او وایي چي تر اوسه د افغان پلاوي د مشرۍ په اړه پرېکړه نه ده سوې.

خو د ملي امنيت شورا وياند وايي، ولسمشر اشرف غني د قانون له مخي صلاحيت لري، چي چي څوک چيري ولیږي، ځکه د هغه د هدایت پر اساس د ملي امنيت شورا سلاکار په دې ناسته کي ګډون کوي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...