رپوټ: اسدالله نوري
د سيد جمال الدین افغان ايلایټ
کپ اوله
درجه یا (ګرېډ
ون) يو ورځنيو ولايتي سياليو په دوهم
سیمي فاینل کي ننګرهار او کندهار د
خوست په میدان کي لوبه سره وکړه، چي د (۶) ویکیټو په
توپیر ننګرهار وګټل او د داغه ټورنمینټ فاینل ته و وتل، چي هلته به د کابل سره و
لوبيږی.
په لوبه کي ټاس ننګرهار لوبغاړو وګټی او اول ئې بالینګ وکړ.
کله چي د کندهار لوبغاړي بېټینګ ته راغلل، نو په (۵۰) آوره کي ئې د ټولو لوبغاړو
په اوټېدو سره (۲۷۱) منډي وکړې.
په دوی کي (منیر احمد کاکړ ۹۸ او نصیب الله شېردلي (۶۹) منډي وکړې.
کله چي د ننګرهار لوبغاړي بېټینګ ته راغلل، نو ورکړل سوی هدف ئې تر (۴۴) آوره د
څلورو لوبغاړو په اوټېدو سره ور پوره کړ.
په ننګرهاري بېټسمینانو کي وحیدالله شفق (۱۰۰) ناټ اوټ او (نسیم سرخرودي ۵۱) منډي
وکړې او د کندهار په بالرانو کي (باقیب الله ۳ او عبدالباقي) یو ویکیټ واخیستی.
د یادوني وړ ده، چي د لوبي غوره لوبغاړی وحیدالله شفق وټاکل سو.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون