د ننګرهار په خوږياڼیو ولسوالۍ کي د عامو خلکو پر موټر چاودني د شپږ مېرمنو په ګډون ۹ کسان وژلي او اته نور ټپيان دي.
د رحمت الله په نامه یو کس چي د کورنۍ پر موټر یې چاودنه سوې ده وايي، چي د کورنۍ غړي یې د خپلوانو کره روان وه، چي د سړک غاړي ماین پر چاودېدلی دئ.
“زما او زما د ورور د کورنۍ غړي د یوه خپل کور ته د ناروغ د پوښتني له پاره ور روان وو، چي بم پر چاودلی دئ. زما د خپلي مېرمني په ګډون شپږ ښځي او درې ماشومان وژل سوي او اته کسان ټپيان دي.”
ښاغلی رحمت الله وايي په ټپیانو کي څلور ماشومان دي او د ټپيانو روغتیايي حالت نازک بلل سوی دئ.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼی بیا وايي، چاودنه د سړک د غاړي ماین وه، چې نن سهار نهه بجې د وزيرو په سندلۍ سيمه کي د يوې کورنۍ پر موټر سوې.
د ننګرهار
خوږياڼیو ولسوالي يوه له ناامنو ولسوالیو څخه ده، چي وخت ناوخته پکښي د ولسي خلکو د مرګ ژوبلي خبرونه ترلاسه کېږي.
په دې ولسوالي کي د طالبانو سربېره داعش ډله هم فعالیت کوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون