افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د طالبانو څخه د تسلیمۍ سند نه غواړي، بلکي تلپاته سولي ته د رسېدو ابرومندانه مذاکرات غواړي.
نوموړي پرون ناوخته په ارګ کي یوې غونډي ته د وینا پرمهال ویلي، طالبان
باید ومني چي د سولي له پاره افغانان ټینګي ارادې لري.
هغه د کابل پوهنتون مخته د تېرې جمعې ورځي چاودني ته په اشارې ویلي، په داسي حال کي ټاکل سوې په راتلونکو څو اونۍ کي
د سولي مذاکرات پيل سي، د ملکي وګړو په نښه کول ورته د منلو وړ
نه دي.
افغان ولسمشر داسي مهال یو ځل بیا پر طالبانو د مخامخ مذاکراتو ږغ کوي، چي په دې وروستیو کي د سولي خبرو په ګرمېدو سره په افغانستان کي د تاوتریخوالې پيښي زیاتي سوي دي.
نوموړي ویلي، چي د سیاسي واک تر لاسه کولو پر سر جګړه کي باید نور افغانان ونه وژل سي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون