د هلمند والي، تورن جنرال محمد یاسین وایي، چي د بهرنیو وسله والو د حضور له امله یې په مارجه ولسوالۍ کي پوځي عملیات پيل کړي دي.
جنرال محمد یاسین، وايي، په مارجه کي طالبانو د خلګو په کورونو او بازارانونو کي مرکزونه جوړ کړل او له هغه ځایه یې چره کي حملې کولې، او خارجي تروریستان دلته راغلي وو نو دوی د عملیاتو پرېکړه وکړه.
د هلمند والي وویل چي په مارجه کي په پوځي عملیاتو کي پرمختګ سوی دئ.
خو وسله والو طالبانو رد کړې چي بهرني وسله وال یې په هلمند کي په ملاتړ جنګېږي.
له القاعده او نورو تروریستي شبکو سره د وسله والو طالبانو اړیکي هغه اساسي مسئله ده، چي په افغانستان کي د سولي له پاره د امریکا او وسله والو طالبانو د سیاسي استازو ترمنځ بحث ورباندي کيږي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون