رپوټ: جواد داوري
اوس د هوا درجه له ۴۴ څخه تر ۴۷ درجو پوري رسیږي، له یوي خوا هوا ګرمه ده له بلي خوا چاپېریال ککړ دئ.
د هلمند چاپېریال ساتني ادارې رئیس انجنیر حضرت علي ابدالي وايي، د اړونده ارګانونو سره ګډ کار کوي تر څو حد اقل یوه لاسته راوړنه لري، خو د خلګو د علمي سویې د ټیټوالي له امله نه دي بریالي سوي، چي د منظم چاپېریال په رامنځته کولو کي کار وکړي.
دی وايي د ککړ چاپېریال له امله نه یوازي داچي ناروغۍ رامنځته کیږي، ورسره په څنګ کي مُضر کیمیاوي توکي د انسانانو روح و روان ته زیان رسوي.
د لښکرګاه اوسېدونکي که څه هم د پاک چاپېریال غوښتنه کوي، پر یو شمېر دولتي ارګانونو نیوکه کوي، چي د اړتیا پر اساس يي خلګو ته عامه پوهاوی نه دئ رسولی او همدارنګه په لږ کچه خلګ پوه سوي چي د خپل کور او شاوخوا پاکوالي ته پاملرنه وکړي.
دوی وايي تر هغو چي علمي سطحه لوړیږي ښاروالي او نور ارګانونه دي په ګډه د چاپېریال ساتني مسئولیت پر غاړه واخلي.
دا په داسي حال کي ده چي د چټلیو او مُضر کیمیاوي توکو کارول په خلګو کي بېلابیلي ناروغۍ را پیدا کړي دي ورسره په څنګ ډېرو کسانو ته تنفسي ناروغۍ هم پیدا سوي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون