رپوټ: مهتمم صالح
په کندهار کي د طبي بوټو د توليد او ترويج په برخه کي ۸۶ کسان تر درې کالو روزني وروسته فارغه سول.
د روزني د دغه مرکز رئیس حکيم خان محمد تره کی وايي، په اسيا کي تر څلور زيات طبي بوټي سته، چي له جملې څخه يې (۱۰۵۰) ډوله په افغانستان کي هم پیدا کيږي.
دی وايي، ۳۵۰ ډوله داسي طبي بوټي دي چي یوازي په افغانستان کي سته او په نورو هيوادونو کي نه پيدا کيږي.
د تره کي په خبره، دلته په هیواد کي د یوناني ډاکټرانو په زیاتوالي او طبي بوټو څخه د ښه ګټي اخیستني له امله د بهرنیو بې کیفیته طبي بوټو مخه هم نیول سوې.
د دغه روزنیز مرکز ښوونکي وايي، دوی محصلينو ته د هغه بوټو چي نسل يې مخ پر ورکېدو وو، ځانګړي معلومات ورکړي، چي د پرې کولو پر وخت يې ځيني بوټي بايد پرېښودل سي او هغه بوټي چي زهري خاصيت لري، تصفيه کوي او زهري خواص يې ورڅخه ليري کوي.
د دوی په خبره دولت هيڅ ډول مرسته نه ده ور سره کړې، خو دوی په خپلو امکاناتو د بوټو د ترويج په برخه کي کار کوي.
دوی وايي، هغه بوټي چي د له منځه تلو په حالت کي دي، دوی يې په اړه خلګو ته عامه پوهاوی ورکوي.
بلخوا د کندهار د کرهڼي رئیس سید حافظ الله سعيدي هم وايي، د یوناني بوټو د ساتني په برخه کي د حکيمانو سره مرسته نه ده سوې، خو دوی اوس د دغه بوټو د راجستر په برخه کي کار کوي.
سعيدي وايي، ځيني طبي بوټي په غير قانوي ډول نورو هيوادونو ته قاچاقيږي، چي بايد مخنیوی يې وسي.
دغه راز سعيدي زیاتوی د یادو طبي بوټو محلي او علمي نومونه يې لیست کړي، دوی به يې خلکو او وزارت ته په واک کي ورکړي.
که څه هم ويل کيږي، چي ځيني طبي نباتات د له منځه تلو په حال کي دي، خو د دغه روزنيز مرکز مسئولين وایي، دوی دولتي ادارو ته پېشنهاد کړی چي مځکي په واک کي ورکړل سي تر څو دغه بوټي بیا ترویج کړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون