ولسمشر غني سوله او ټاکني د یوبل بشپړوونکي وبلل او زیاته یې کړه چي دولت د سولي پر پروسې جدي تمرکز لري.
له ارګ څخه په يوه خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي، چي د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د کابينې غونډه پرون تر غرمې وروسته تر وسوه.
سرچينې زياته کړې، ولسمشر د را روانو ټاکنو د کېدو په اړه خبري وکړې او د حکومت له لوري یې د هغو د زیاتو لګښتونو د تأمین په پام کي نیولو سره د ولسمشرۍ ټاکنو پر قطعي کېدو ټینګار وکړ.
هغه زیاته کړه، هيڅ راز مادي خنډونه د دغي پروسې د کېدو مخه نه سي نیولای او د ولسي نظام معیار هماغه ټاکني دي، ځکه په هغو کي د خلکو غوښتني منعکس کيږي.
ولسمشر غني یو ځل بیا سوله او ټاکني د یوبل بشپړوونکي وبلل او زیاته یې کړه، دولت د سولي پر پروسې جدي تمرکز لري او سولي ته د رسېدو چوکاټ د لویي جرګې له پرېکړه لیک څخه چي د افغانانو د ارادې تمثیلوونکی دي، تعیين سوی.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون