وسله والو د سرپل په ګوسفندي ولسوالي کي د ولسي پاڅون کوونکو قوماندان د بلخ ولایت په زارع ولسوالۍ کي له موټره کښته کړی او په ډزو یې وژلی دئ.
د سرپل د امنیې قوماندانۍ سرپرست وايي، د دولت وسله والو مخالفانو پرون سهار د بلخ د زارع ولسوالۍ په چوغدان سیمه کي د سرپل ولایت په ګوسفندي ولسوالي کي د ولسي پاڅون کوونکو قوماندان محمد رضا ابدرګي له موټره کښته کړی وو.
د نوموړي د معلوماتو له مخي، د محمد رضا جسد تېر مازیګر د همدې سیمې په دښته کي پیدا سوی دئ.
د ده په خبره، محمد رضا غوښتل د بلخ له زارع ولسوالي څخه د دغه ولایت مرکز مزار شریف ته ولاړ سي.
د محمد رضا د وژلو مسئولیت تر اوسه کوم کس یا ډلي نه دئ منلى.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون