رپوټ: مهتمم صالح
په کندهار کي یو شمېر ښځو د یوې غونډي په ترڅ کي د سولي په پروسه کي د دوی پر ګډون او دغه راز د ښځو د ملي او اسلامي ارزښتونو پر ساتلو ټینګار وکړ.
دوی وویل، ګاونډي هیوادونه په افغانستان کي خپلي ګټي لري او نه غواړي دلته جګړه پایته ورسیږي.
ښځو د افغانانو پر یووالي او اتفاق ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چي باید افغانان خپلمنځي ستونزي په خپله د خبرو له لاري حل کړي.
دغه راز په غونډه کي ديني علماوو او قومي مشرانو وويل، چارواکي دي سوله تر ټاکنو نه قرباني کوي او د سولي د راتګ په صورت کي دي تر واک تېر سي.
دوی وويل، د سولي په پروسه کي دي ښځو ته ونډه ورکړل سي او دغه راز د سولي تر قایمېدو وروسته دي د ښځو د زده کړو مخه نه نيول کيږي.
د دوی په خبره، د ښځو زده کړي مهمي دي بايد د عصري زده کړو تر څنګ اسلامي زده کړو ته هم ډېره پاملرنه وکړي.
په دوحه کي د جنګ د ښکېلو غاړو تر منځ بین الافغاني مذاکرات کيږي، چي پرون شپه ناوخته د دغه مذاکراتو پرېکړه ليک خپور سوی.
کندهارۍ مېرمني وايي، په ياد پرېکړه ليک کي د طالبانو نظر ډېر نرم او هيله بخښونکی وو، چي دوی ته يې د سولي هیلي بخښلي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون