په فراه کي دوه ایرانیان په پوځي یونیفورم کي نیول سوي دي

د افغانستان لوېدیځ فراه ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، دوه ایرانیان چي دوې ورځې مخکي په پوځي یونیفورم کي له یوه موټر او دهشکي سره د فراه خاوري ته ننوتلي وه، نیول سوي او اوس له سرحدي ځواکونو سره دي.

د فراه د والي ویاند وايي، دغو ایرانیانو نظامي یونیفورم درلود، چي د فراه له سرحدي سیمې فراه ته ننوتلي وه.

نوموړی وايي، د دغو ایرانیانو د راتلو اصلي هدف معلوم نه دئ، خو اوسمهال له سرحدي پولیسو سره دي.

فراه د افغانستان په لوېدیځ کي نسبتاً ناامنه ولایت دئ، چي په ګڼو ولسوالیو کي یې طالبان فعالیت لري.

افغان چارواکو او په افغانستان کي امریکايي پوځيانو څو څو ځله پر ایران تور پوري کړی، چي د طالبانو ملاتړ کوي او دغي ډلي ته پوځي تجهیزات او روزنه ورکوي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...