د قطر بین الافغاني غونډي ته څلور ورځي پاته دي، خو تر اوسه یې ګډونوال نه دي مشخص سوي.
د افغانستان حکومت هيڅ استازی نه وراستوي. یو شمېر نورو سیاستوالو هم هسي چي څرګندیږي ځانونه شاته کړي دي.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي رسنیو ته وویل، چي حکومت د یوې داسي سولي غوښتونکی دئ، چي د ټولو افغانانو ګټي پکښي وساتل سي.
نوموړي وویل، د داسي غونډو له جوړېدو سره مخالفت نه لري، خو د دې غونډي له پاره د ولسمشر د ویاند خوشبیني محتاطانه وه.
ټاکل سوې د قطر دا غونډه د برګهاف په نوم د یوه بنسټ له خوا جوړه سي.
جرمني او قطر به په شریکه د دې غونډي کوربهتوب کوي.
د افغانستان او پاکستان له پاره د جرمني ځانګړي استازي مارکس پوتزل دا غونډه سولي ته د رسېدو په خاطر د افغانستان له پاره یو مهم فرصت بللی دئ.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون