رپوټ: مهتمم صالح
په کندهار کي د مامون طاهري په نوم د يوه خصوصي انستيتوټ څخه (۳۶۶) کسان د قابلګۍ، پارميسۍ، نرسينګ، پروتيز او پیوزوترافي له څانګو څخه فارغ سوه.
د دغه تعلمي مرکز رئیس ډاکټر همايون رحماني وايي، ياد کسان وروسته تر دوو او درو کلونو زده کړو له يادو څانګو څخه فارغ سوي دي، چي ۷۴ يې ښځينه دي.
رحماني وايي، ښځينه يې ټولي قابلې دي، چي دوی به تر ډېره هغه تشه ډکه کړي، چي اوس مهال په کندهار کي موجوده ده او د مور او ماشوم د مړیني کچه به هم راټيټه سي.
د کندهار د عامي روغتیا مرستیال ډاکټر احمدالله فيضي وايي، د روغتيايي علومو څخه نوي فارغانو د روغتيا په برخه کي د پام وړ پرمختګ راوستلی دئ.
د فيضي په خبره، نوي فارغ سوي محصلان دي د روغتيا په برخه کي نوري زده کړي هم وکړي، تر څو لا هم په دې برخه کي ښه تجربه تر لاسه کړي.
بلخوا فارغه محصلان وايي، دوی غواړي په پوره صداقت د خپلو هیوادوالو خدمت وکړي، تر څو د روغتيا په برخه کي اسانتياوي رامنځته سي.
دوی وايي، والدين دي خپل اولادونه نارينه او ښځينه زده کړو ته وهڅوي، تر څو د دوی غوندي د لوړو او نيمه لوړو تحصلاتو څخه فارغ او په دې برخه کي دلته اړتیا پوره کړي.
له دې مخکي د کندهار د روغتيايي علومو د انسټيټیوت څخه هم په یادو برخو کي کسان فارغه سوي وه، چي د روغتيا مسئولين وايي، اوس په ښار او ولسواليو کي په روغتيايي مرکزونو کي يوه يا څو قابله ګاني وظیفه اجراء کوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون