انټونیو ګوترش وايي اقلیمي بدلونونه هره اوونۍ مځکه زیانمنوي

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوترش وايي، اقلیمي بدلونونه هره اوونۍ مځکه زیانمنوي.

هغه خبرداری ورکړ چي په کار ده د یوه ناورین د مخنیوي له پاره تدابیر ونیول سي.

ښاغلي ګوترش پرون په ابوظبۍ کي د اقلیم په اړه په یوه غونډه کي وویل، اقلیمي بدلون همدا اوس راغلی او ډېر په چټکۍ روان دئ، دومره چي آن د نړۍ د ساینس ‌پوهانو له اټکله هم چټک دئ.

د متحده عرب اماراتو په پلازمېنه ابوظبۍ کي پر یوې داسي کړنلاري کار روان دئ، چي راتلونکي سپټمبر میاشت په نیویارک کي د اقلیمي بدلونونو یوې غونډي ته وړاندي کيږي.

د ابوظبي په غونډه کي د لسګونه هیوادونو استازي برخه اخلي او تمه ده د نړۍ د اقلیم د ساتني لپاره سل طرحي په نیویارک کي لویي جلسې ته غوره سي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...