ویجې شنکهر د خوږ په خاطر په دې نړیوال جام کي نور نه سي لوبېدلای

د هندوستان ال راونډر لوبغاړی ویجې شنکهر د زخمي کېدو په خاطر د لوبو څخه پاته سو.
د هندوستان ډېر مهم لوبغاړی ویجې شنکهر د چپې پښې د بټي ګوتي د زخم په خاطر نور د هندوستان سره لوبه نه سي کولای او د نړیوال جام ټولي لوبي به د یوه تماشاچي په رقم ګوري.
د ویجې شنکهر پر ځای د هندوستان کرکټ بورډ (میانک اګروال) معرفي کړی دئ.
میانک اګروال تر دې دمخه د هند سره په ټېسټ لوبو کي وو، خو تر اوسه ئې د هند سره په پینځوس آوریزو لوبو کي برخه نه ده اخیستې، خو د (۲۰۱۲) راهیسي چي د هند د ملي لوبډلي سره یو ځای سوی دئ، (۳۶۰۵) منډي ئې ورته کړي دي او د هغه راهیسي ئې اېورېج یا د منډو اوسط (۴۸) دئ.
د یادوني وړ ده، چي د دې دمخه د هندوستان (شیکهر دهون) هم د ملي لوبډلي څخه د خوږ په خاطر ایسته سو.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...