په راتلونکو اوونیو کي تازه مېوه بهرنیو هیوادونو ته صادریږي

د افغانستان د صنایعو او صاداراتو د پراختیا اداره وايي، ټاکل سوې چي په راتلونکو دوو اوونیو کي د هوايي دهلېزونو له لاري تازه مېوه بهرنیو هیوادونو ته صادره سي.

د دغي ادارې رئیس مير زمان پوپل ویلي، دا مېوه به اروپايي هیوادونو او متحده عربي اماراتو ته د هوايي دهلېزونو له لاري صادريږي.

نوموړي دغه شان وویل، ټاکل سوې زر ټنه هندواڼه هم د مځکي له لاري اذربایجان ته صادره سي.

د نوموړي په خبره پرون هم ۴۰ ټنه هندواڼه نوموړي هیواد ته صادره سوې ده.

پوپل دا هم وویل چي په نږدې راتلونکي کي به زر ټنه د هرات انګور هم هندوستان ته صادر سي، چي په ‌دې برخه کي تړونونه هم سوي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...