رپوټ: محمد یار مجروح
د کندهار په ښار کي له پوهني ریاست سره نژدې ۶۰ دیني مدرسې ثبت دي، چي د ښوونکو په خبره یې له تیرو پنځو میاشتو راهیسي معاشات نه دي ورکول سوي.
ښوونکو نن د ولایتي شورا په تالار کي د اعتراض په ډول وویل، چي د پوهني ریاست د تعلیماتو اسلامي څانګي يې معاشات ځنډولي چي له امله یې د دوی ژوند له ستونزو سره مخ سوي دي.
د دوی په خبره د ښوونځیو ښوونکو ته معاشات پر وخت ورکول کیږي، خو نه پوهیږي چي د دیني مدرسو د ښوونکو معاشات ولي ځنډيږي.
په ورته وخت کي د کندهار دولایتي شورا رئيس سیدجان خاکرېزوال یاده ستونزه مني، خو زیاتوي چي تر راتلونکو دوو ورځو به د دیني مدرسو ښوونکو ته معاشات ورکړل سي.
بلخوا د پوهني رئیس عبدالقادر پیوستون وايي، چي ملګري ملتونه په افغانستان کي مذهبي مرکزونو ته معاشات نه ورکوي، چي له کبله یې ډېر وخت د دیني مدرسو د ښوونکو معاشات ځنډيږي.
د معاشاتو ځنډ اوس په یوه جدي ستونزه اوښتی، چي په ټول افغانستان کي دولتي کارکوونکي ورڅخه شکایت کوي، خو د پوهني وزارت مسئولین په تیرو اتلسو کلونو کي پر وخت ښوونکو ته دمعاشاتو د نه ورکړي د ستونزي پر حل نه دي توانېدلي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون