د افغانستان د روغتیا وزارت خبرداری ور کوي، که په دې هېواد کي په نشه یي توکو د روږدېدو ستونزي ته جدي پام ونه سي نژدې راتلونکي کي به انساني ناورین رامنځته سي.
د یاد وزارت چارواکي وايي، هر په نشه روږدی کس په بېلا بېلو ډولونو څو تنه نور له ځان سره معتادولای سي، چي په وینا یې دمګړی څه باندي درې میلیونه افغانان په نشه یي توکو روږدي دي، چي اته لکه پکښي ښځې او یو لک و لس زره ماشومان دي.
د عامي روغتیا وزارت وايي، په سلو کي ۶۵ سلنه په نشه روږد کسان چي علاج یې سوی وي او نشه یي توکي يې پرې ایښي وي، بیرته نشې شروع کوي.
ملګرو ملتونو د نشه يي توکو پر وړاندي په سږني شعار کي ویلي، چي عدالت او روغتیا د سکې دوه مخونه دي او له ټولو اړوندو بنسټونو یې غوښتي، چي د نشه يي توکو په مبارزه کي په ګډه کار وکړي.
د افغانستان د عامي روغتیا وزارت ویاند وايي، تر هغو چي نشه يي توکو ته لاسرسی اسانه وي، دا ستونزه حلېدل ګران کار دئ.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون