رپوټ: محمدیار مجروح
د کرکټ دغه سیالۍ په کندهار کي د چاپېریال ساتني ادارې او پیوند مدني ټولني په همکارۍ د کوچني اختر په مناسبت د پښتون، انصاف، ښاروالي او وطن په نوم لوبډلو تر منځ پيل سوي وې.
دغه لوبي چي په هارډ بال سره کېدلې، د پښتون لوبډلي پکښي لومړی او کندهار ښاروالي لوبډلي پکښي دوهم مقام وګټی.
پښتون لوبډله وتوانېده چي د یادو سیالیو په پایلوبه کي ښاروالي لوبډلي ته په ټاکلو شلو اورونو کي، د څلورو لوبغاړو په اوټېدو سره ۲۶۱ منډي هدف ورکړي.
د پښتون لوبډلي له لوري کشمیرخان ۱۰۳ ناسوځېدلي منډي وکړې.
د کندهار ښاروالي لوبډله ونه توانېده، چي ورکړل سوی هدف پوره کړي او ټول لوبغاړي يې پر ۱۶۵ منډو اوټ سول او لوبه یې د ۹۶ منډو په توپير پر پښتون لوبډلي بایلل.
په کندهار کي د کرکیټ لوبغاړي له مرکزي ادارې څخه ددغه ولایت له پاره د معیاري لوبغالي او د مجهزي روزنیزي اکاډمي غوښتنه کوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون