رپوټ: اسدالله نوري
د کرکټ (۵۰) آوریز چلېنج کپ ولایتي سیالیو اول پړاو لوبي نن په کندهار کي پيل سوې، چي اوله لوبه د هلمند او فراه د منتخبو لوبډلو تر مینځ وه او هلمند وګټل.
په لوبه کي اول بېټینګ فراهيانو وکړ او تر (۳۴،۱) آوره ئې ټول ویکیټونه بایلل، دوی په ټولو لسو لوبغاړو هلمندیانو ته (۱۳۵) هدف ورکړ.
په فراهي بېټسمینانو کي (بریالي ۳۹، شېراغا ۲۹ او خان محمد ۲۱) منډي وکړلې او په هلمندي بالرانو کي (حکیم خان ۴ او جاوید ۲) ویکیټه واخیستل.
کله چي هلمندي لوبغاړي بېټینګ ته راغلل، نو ورکړل سوی هدف ئې تر (۱۵،۲) آوره پوره کړ او لوبه ئې داسي وګټل، چي (۳۴) آوره ئې لا پاته وه.
په هلمندي بېټسمینانو کي (بشیراحمد ۶۵ ناټ اوټ او محمدالله ۳۷) منډي وکړلې، خو د لوبي غوره لوبغاړی د هلمند بالر (حکیم خان) د (۴) ویکیټو په خاطر وټاکل سو.
د یادوني وړ ده، چي سبا به په داغه سیالیو کي (فراه له نیمروز) سره لوبه وکړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون