د ”هوا د ککړتیا پر ضد د مبارزې“ په نوم د کرکیټ اتلولي پښتون لوبډلي وګټل

رپوټ: محمدیار مجروح

د کرکټ دغه سیالۍ په کندهار کي د چاپېریال ساتني ادارې او پیوند مدني ټولني په همکارۍ د کوچني اختر په مناسبت د پښتون، انصاف، ښاروالي او وطن په نوم لوبډلو تر منځ پيل سوي وې.

دغه لوبي چي په هارډ بال سره کېدلې، د پښتون لوبډلي پکښي لومړی او کندهار ښاروالي لوبډلي پکښي دوهم مقام وګټی.

پښتون لوبډله وتوانېده چي د یادو سیالیو په پایلوبه  کي ښاروالي لوبډلي ته په ټاکلو شلو اورونو کي، د څلورو لوبغاړو په اوټېدو سره ۲۶۱ منډي هدف ورکړي.

د پښتون لوبډلي له لوري کشمیرخان ۱۰۳ ناسوځېدلي منډي وکړې.

د کندهار ښاروالي لوبډله ونه توانېده، چي ورکړل سوی هدف پوره کړي او ټول لوبغاړي يې پر  ۱۶۵ منډو اوټ سول او لوبه یې د ۹۶ منډو په توپير  پر پښتون لوبډلي بایلل.

په کندهار کي د کرکیټ لوبغاړي له مرکزي ادارې څخه ددغه ولایت له پاره د معیاري لوبغالي او د مجهزي روزنیزي اکاډمي غوښتنه کوي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...