د کندهار د پوليسو له روزنيز مرکز څخه د ۱۹ تنه پوليس د انجينرۍ او طبي زده کړوڅخه فارغه سول.
د پوليسو مسوولين وايي، چي يادکسان به د جګړې پرمهال له ټپيانو سره لومړۍ مرستي کوي، دا لومړی ځل دی، چي په کندهارکي پوليسو ته د انجينرۍ او طب برخو کي زده کړي ورکول کيږي، چي ورسره د پوليسو په دنده کي ډېره همکاري کولای سي.