په هلمند کي صرافانو د ډیرو غلاوو له کبله دوکانونه وتړل

د هلمند د مرکز لښکرګاه ښار صرافانو د وسله والو غلاوو د ډېرېدو په غبرګون کي د اعتراض په توګه خپل دوکانونه وتړل.

ددوی په وینا په دې وروستيو کي په مرکز لښکرګاه کي وسله والي غلاوي ډيري سوي، چي د صرافانو ترڅنګ عام خلک يې هم له ستونزو سره مخ کړي دي.

خو بل لورته د هلمند د والي وياند عمر ځواک وایي، چي د صرافانو د امنيت د ټينګښت له پاره والي له پوځي مسئولينو سره بېړنۍ ناسته کړې ده.

د ځواک په وينا، هڅي رواني دي چي ډېر ژر په لښګرګاه ښار او نورو سيمو کي د وسله والو غلاوو مخه ونيول سي.

دا په داسي حال کي ده چي د هلمند ترڅنګ په کابل او نورو سيمو کي هم وسله والي غلاوې ډېري سوي، چي خلک يې ډېر پرېشانه کړي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...