ولسمشر اشرف غني له عمران خان سره ولیدل

د افغانستان ولسمشر پرون د مې پر یودېرشمه په سعودي عربستان کي د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره کتلي دي.

د ارګ د خبرپاڼي په حواله، غني او خان په سعودي عربستان کي د اسلامي همکارۍ د سازمان د دوې ورځنۍ غونډي په څنډه کي د خبرو موقع پیدا کړه.

هغوی پر دوو اړخیزو اړیکو او په افغانستان کي د سولي او بیا پخلایني پر پروسه ږغېدلي دي.

د عمران خان له دفتره په یوه اعلامیه کي چي پرون خپره سوه، لیکل سوي چي غني او خان له طالبانو سره د سولي د خبرو د پيل له پاره هڅي هم ارزولي دي.

د بیان پر اساس، عمران خان په افغانستان کي د سولي د پروسې ملاتړ کړی او ویلي یې دي چي دا هڅي باید د افغانانو په مشرۍ او داسي سرته ورسېږي، چي په افغانستان کی د لانجې یو سیاسي حل پیدا کړي.

عمران خان ویلي چي پاکستان ته د ولسمشر سفر به یوه بله موقع وي، چي د دواړو هيوادونو سیاستوال د سیاسي، اقتصادي او امنیتي اړیکو پر پراختیا غور او خبري وکړي.

پاکستان ته د جمهور رئيس غني د سفر دقیقه نېټه نه ده اعلان سوې.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...