د کرکټ پينځوس آوریز نړیوال جام شروع سو


د کرکټ نړیوال جام نن غرمه پر ۲ بجې د جنوبي افریقا او کوربه هیواد انګلستان د ملي لوبډلو تر مینځ شروع سو.
دا د کرکټ د تاریخ (۱۲) دوولسم نړیوال جام دئ، چي هر څلور کاله وروسته کیږي.
اول نړیوال پينځوس آوریز جام په (۱۹۷۵)م کي وسو، چي وېسټ اېنډیز وګټی.
اوسنی نړیوال جام د مې د (۳۰مي) څخه د جولای تر (۱۴مي) پوري دئ، چي د افغانستان په شمول لسو لوبډلو ګډون پکښي کړی دئ.
هره لوبډله به د ټورنمینټو د نهو لوبډلو سره یوه یوه لوبه کوي او ټاپ څلور لوبډلي به سیمي فاینل ته وزي او د فاینل په شمول به مکملي (۴۸) لوبي پکښي وسي.
د دې جام کوربه توب انګلستان او وېلز کوي، خو د دې دمخه دوی د (۱۹۷۵، ۱۹۷۹، ۱۹۸۳ او ۱۹۹۹) نړیوالو جامونو کوربه توب هم کړی دئ.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...