لویه څارنوالي له حبیب الله احمدزي څخه اسناد، مدارک او شواهد غواړي

د څېړني پلاوي له حبیب الله احمدزي څخه د اسنادو، مدارکو او شواهدو د وړاندي کولو غوښتنه کړې.
کابل، افغانستان: لویه څارنوالي وایي چي د څېړني مؤظف پلاوي، د ولسمشر د ځانګړي امنیت له مخکني سلاکار، حبیب الله احمدزي څخه غوښتنه کړې، چې پر ارګ باندي د هغه د وروستۍ ادعا په اړه اسناد، مدارک او شواهد د رواني اوونې تر پایته رسېدو پوري د پلاوي په واک کي ورکړي.
 د لویي څارنوالۍ ویاند، جمشېد رسولي د سه شنبې په ورځ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کي د یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل: تېره ورځ د جمهوري ریاست د عالي مقام دفتر د یوه لیک له لاري؛ د لویي څارنوالۍ څخه غوښتنه کړې، چي د ښاغلي احمدزي د وروستۍ ادعا په اړه څېړنې پیل کړي.
رسولي وویل، لویي څارنوالۍ په دې اړه د څېړنو له پاره پلاوی ټاکلی دئ او یاد پلاوی به د حبیب الله احمدزي له خوا د اسنادو، مدارکو او شواهدو د تر لاسه کولو وروسته خپلي څېړني پیل کړي.
هغه ډاډ ورکړ چي دغه قضیه به په پوره بې طرفۍ او د ادارې د استقلالیت په ساتني سره وڅېړل سي او د اسنادو، مدارکو او شواهدو په رڼا کي به د احمدزي د ادعا په اړه وروستۍ پرېکړه ترسره سي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...