راپور: محمد یار مجروح
د سولي مشورتي جرګه به د ثور میاشتي پر اتمه نیټه په کابل کي جوړه سي چي د ټول افغانستان په کچه به پکښي د خلګو استازي ګډون ولري.
د کندهار اوسېدونکي د سولي مشورتي جرګې مهمه بولي خو زیاتوي چي ګډونوال یې باید د ملت حقیقي استازي وي او د استعداد پر اساس وټاکل سي.
دوی په دغه جرګه کي د ځوانانو ونډه هم خورا اغیزمنه بولي، او وايي، دسولي وروستي پرمختګونه دي خلګو ته روښانه کړي.
د سولي په دغه مشورتي جرګه کي د ګډونوالو ۳۰ سلنه يې د ښځو برخه ټاکل سوې ده.
د کندهار ولایت څخه به په مشورتي جرګې ۶۶ کسان ګډون کوي چي نیمه برخه به يې د ولسوالیو د خلګو استازي وي.
د کندهار د ولایتي شورا رئيس سیدجان خاکرېزوال وايي، د سولي په مشورتي جرګه کي به د قومي مشرانو، دیني عالمانو، مدني فعالینو، د ښځو او ځوانانو له منیځ څخه وړ کسان وټاکل سي او پر دې به وږغیږي چي څنګه د دولت له مخالفو ډلو سره خبري وکړي.
دده په خبره د خلګو لپاره په اوسني وخت کي تر هر څه سوله مهمه ده.
سیدجان خاکرېزوال وايي، داچي د طالبانو مشران له همدې سیمي دي نو باید له کندهاره د سولي په جرګه کي د ګډونوالو شمېر زیات واي خو مرکزي ادارې پدې برخه کي بې غوري کړې ده.
دده په خبره د سولي مشورتي جرګې لپاره ګډونوال به له ټاکنو وروسته یوه لویه غونډه وکړي تر څو مرکزي ادارې ته د خلګو اساسي غوښتني او مشورې وړاندي کړي.
د یو شمېر سیاسي شنونکو په نظر د سولي مشورتي جرګه هغه مهال ښه پایله لرلای سي چي ولسمشر د ملت د استازو مشورې په حقیقت کي ومني.
دوی زیاتوي حکومتونه ډیری وخت په دا ډول جرګو کي یوازي خپل طرفداره کسان ورغواړي خو که د سولي په راتلونکې جرګه کي همداسي وسي کومه مثبته پایله به ونلري.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون