راپور: اجمل وصال
تیره شپه د روزګان او کندهار د لویې لاري په سرخوبیط سیمه کي پر یوه هوټل هوایې برید سوی، چي پکښي نهه مسافر هم وژل سوي دې.
په سویل کي د بهرنیو ځواکونو او د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو د مطبوعاتو مسوولینو رسنیو ته په لیږل سوي خبرپاڼه کې ویلي چي د تیرې شپي په هوایې برید کې وژل سوي ټول طالبان دي.
خو د روزګان ځایې مسوولین وایي، چي په دغه هوایي برید کي د وژل سوو او ټپیانو ۱۳ ملکیان دي.
د ولایت مرستیال عطاالله فضلي وویل، تیره شپه د سرخوبیط پر هوټل د برید پرمهال ۹ تنه مسافر وژل سوي او څلورنور ټپيان دي.
هغه وایي، کیدای سي په ماښامني برید کي طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتي وې، ځکه په وینایې طالبانو به تل پر همدې هوټل ناسته ولاړه کوله.
د روزګان عامي روغتیا رییس وایي، چې د یاد برید څخه روغتون ته شپږ جسدونه وروړل سوي، چيې مسافر او د ګیزاب ولسوالۍ اوسیدونکي دي.
خو د وژل سوو مسافرو د کورنیو غړي دپیښي د څیړلو او عدالت غوښتنه کوي.
تردې مخکې هم پرملکیانو برید په لویه کچه غندل سوی او د مخینوي غوښتني یې سوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون