د افغان سولي استازی زلمی خلیلزاد تیره ورځ کندهار ته راغلی و

د افغان سولي استازی زلمی خلیلزاد نن کندهار ته راغلی وو او دلته يې د سولي په اړه د دې ولایت د قومي مشرانو، فعالو مېرمنو، د مدني ټولنو د غړیو، ولایتي شورا او عالمانو نظرونه واخیستل.
له هغه سره په دې سفر کي د ولسمشر د دفتر رئیس عبدالسلام رحیمي هم حاضر وو.
قومي مشرانو، ځوانانو او د کندهار او زابل د ولایتي شورا رئيسانو د خلیلزاد سره په خبرو کي ټينګار کړی چي باید د سویلي زون مشران د سولي په خبرو کي زیات سي تر څو ښه پایله ولري.

خلیلزاد ویلي، چي د سولي له خبرو څخه به په راتلونکو شپږ میاشتو کي معلومه نتیجه ترلاسه سي.
هغه زیاته کړه، چي د قطر په دوحه کي ځکه حکومت له طالبانو سره خبرو ته مخامخ نه سول، چي مذاکرات د امریکايي ځواکونو پر وتلو او د تروریزم پر تعریف روان وه.
د افغان سولي استازي ویلي، چي ډېر ژر به د سولي د خبرو بين الافغاني پړاو پیل سي او دا پایله به د سولي د خبرو د شپږم پړاو پر مهال ترلاسه سي.
دی زیاتوي، چي په راتلونکي ناسته کي به د افغانستان د لانجې د حل لارو په ځانګړي ډول پر اوربند خبري وسي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...