د روغتیا مسؤلین وايي، په نوي کال کي د پولیو پروګرام د یوې خاصي ستراتیژۍ له لاري تطبیق کیږي

راپور: محمد یار مجروح

نن په ټول هیواد کي د نوي کال د پولیو ناروغي په ضد لومړی کمپاین پيل سو چي یوازي د دوو ولایتونو کوچنیانو ته به د زیاتو واورو او یخنۍ له کبله پولیو واکسین ونه رسیږي.

د روغتیا مسؤلین وايي، د پولیو په ضد سږني کمپاینونه د یوې خاصي ستراتیژۍ له لاري تطبیق کیږي چي مثبت آغیز به یې ډېر وي.

د کندهار د روغتیا سرپرست رئيس ډاکټر عبدالقیوم پخلا وايي، سږ کال به د پولیو پروګرام له لاري په دغه ولایت کي شل روغتیايي مرکزونه جوړ سي  او همدارنګه به تر دوه میلیونه ډالرو پوري د لويي والې په سیمه کي د پاکو اوبو پروژې هم عملي سي.

دده په خبره په روان کمپاین کي به د کندهار په کچه ۵۶۷ زره کوچنیانو ته د پولیو ضد واکسین تر څنګ ویټامین اې کپسول هم ورکول سي.

د پولیو ضد واکسین اوس مهال د کندهار په لسو ولسوالیو کي کور پر کور او په پآته اوو ولسوالیو کي کلي پر کلي تطبیق کیږي.

د ولسوالیو اوسېدونکي وايي،د هغه کورنیو شمېر هم کم سوی چي تر دې مخکي به یې خپلو اولادونو ته د پولیو واکسین د ورکولو مخه نیول.

د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخي تېر کال د پولیو ناروغي د ۲۱ مثبتو پيښو څخه ۱۵ يې په سویل زون کي ثبت سوي دي.

د روان کال د پيل راهیسي په ټول هیواد کي د پولیو درې مثبتي پيښي ثبت سوي دي چي دوې يې په کندهار او یوه یې په ارزګان ولایت کي ثبت سوې ده.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...