په کندهار کي د نشه يې توکو سره په مبارزه کي د رسنیو د ونډي تر عنوان لاندي یو ورځنی کنفرانس جوړ سو

چارواکو په دې کنفرانس کي وويل چي کندهار کي د کوکنارو د بدیل لپاره زعفران، پیسته او هینجه ښه زراعتي بدیلونه دي.

دوی پر کروندګرو ږغ وکړ چي له کوکنارو لاس واخلي او حلال کښت وکري.

د کندهار والي حیات الله حیات دې کنفرانس ته وويل چې د زراعتي محصولاتو د خوندي ساتلو لپاره به په کندهار کې د شنو خونو یا ګرین هاوسونو جوړیدو ته ډير پام کیږي.

دی وایي، چې د کرونده ګرو لپاره د بدیل معیشت په پروګرامونو کې به د راتلونکې لپاره پر بنیادو پروژو کار وکړي.

د کندهار د ګرني او مالدارۍ ریس بیا وایي، چې د کندهار هوا او اوبه د پیاوړي زراعت لپاره مساعد شرایط لري چې کولای شي د هیواد اقتصاد په پښو ودروي.

دغه راز په دې غونډه کي د کندهار د ولایتي شورا غړي عطا‌ؤالله عطا او نورو کسانو هم د نشه يي توکو د زیانونو په اړه خبري وکړې.

که څه هم سږ کال د کوکنارو د ماتولو په اړه د کمپاین خبر ورکول سوی وو خو لا هم په زیاتو ولسوالیو کي کوکنار کرل سوي دي او شاوخوا یوه اونۍ وروسته به یې نیښ وهل پیل سي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...