د هلمند د والي وياند عمر ځواک وويل چي تیره ورځ ناوخته د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه سوې ده.
هغه وايي چي د دغي جګړې په ترڅ کي د هاوان مرمۍ پر يوه کور لګیدلې چي له امله يې د اووه ښځو په ګډون لس تنه وژل سوي دي.
ده زياته کړه: ((تر اوسه معلومه نه ده چي د هاوان دغه مرمۍ امنيتي ځواکونو او که د طالبانو له لوري توغول سوې ده.))
خو د والي وياند وايي چي د يادې پېښي د څېړني په موخه يو پلاوى ګومارل سوى چي د څېړنو پايلي به يې وروسته له رسنيو سره شريکي سي.
بل لورته ولسمشر محمد اشرف غني هم دغه پېښه په کلکو ټکو غندلي او يوه پلاوي ته يې د دغې پېښي د څېړلو امر کړى دى.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون