د هرات ولایت د داخل خدمت پولیسو څخه د کانکور ازموینه واخیستل سوه

راپور: غلام فاروق رسولي

په هرات ولایت کي د داخل خدمت پولیسو څآنګي ته د لاري موندني په موخه د یو شمیر پولیسو څخه د کانکور آزموینه واخیستل سوه.

عزیزاحمد عبرت نوري د هرات ولایت د داخل پولیسو د دیپارتمنت آمر وایي: په دې آزموینه کي ۱۶۵ د پولیسو منسوبینو او افسرانو ګډون کړی چي درې میرمني دي.

د ده په خبره دوی د دا شمیر کسانو څخه یوازی ۶۰ هغه کسان جذبوي چي تر نورو جګي نمری ترلاسه کړي.

ښاغلی عبرت نوری وایي: دوی په هرات ولایت کي د ځای د کمښت ترڅنګ د لوجستیکي او بشري اړخونو له پلوه هم ستونزی لري او په خبره یې که حل سي دوي د لا ډيرو کسانو د جذب ظرفیت لري.

د لوړو زدکړو د قومندانۍ چارواکي هرڅو د هرات ولایت د داخل خدمت پولیسو دیپارتمنت ستونزي مني خو وایي: دوی د ځایي ادارې په مرسته په دې هڅه کي دي چي حل  یې کړي.

په همدې حال کي د ولسي جرګې غړی د پولیسو د لوړو زدکړو په وړاندي د سته ستونزو د لمنځه وړلو غوښتونکی دی د آزمویني د پروسې پر شفافیت هم ټینګار کوي.

له بل پلوه هغه د پولیسو منسوبین چي د لته د کانکور آزمویني تیرولو لپاره راغلي وایي: هڅه یې دا ده چي مسلکي او لوړی زدکړي تر لاسه کړي تر څو و کولای سي خلکو ته ښه خدمت و کړي.

د هرات ولایت د داخل خدمت پولیسو دیپارتمنت چي درې کاله وړاندي پرانیستل سو سږکال به خپل لمړی فارغین ټولني ته وړاندي کړي او دفراغت سندونه چي د لیسانس په کچه دي ورته ور کړي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...